ق ۸

تَبْصِرَةً وَذِكْرَى لِكُلِّ عَبْدٍ مُنِيبٍ

دپاره دپوهه کولو او یاداشت دپاره دهربنده دحق طلبگار -

په دی آیت کښی د مخکښی دواړه دلیلونو فائدی ذکرکوی اوله فائده تَبْصِرَةً او دوهمه ذِكْرَى، دا دواړه فائدی د آسمانونو او د ځمکی دواړو سره تعلق لری یعنی دواړه فائدی په آسمانونو کښی هم دی اوپه ځمکه کښی هم دی - فرق په مینځ ددواړو کښی دادی چه تبصره هغه عبرت دی چه په نظرکولو سره حاصلیږی او ذکریٰ هغه نصیحت دی چه دعقل او دزړه په ذریعه حاصلیږی یا تبصرةً دلیلونودتوحید او ذِکریٰ دلیلونو دبعث بعدالموت ته اشاره ده - اوپه مُنِيبٍ کښي اشاره ده چه دا فائدی په عناد او ضدکولوسره نه حاصلیږی بلکه هغه څوک چه دشهواتو نفسیانیو نه اوگرځی حق طرف ته نو فائده اخستلی شی -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل