ق ۵

بَلْ كَذَّبُوا بِالْحَقِّ لَمَّا جَاءَهُمْ فَهُمْ فِي أَمْرٍ مَرِيجٍ

بلکه دوی دروغژن گنړی حق لره هرکله چه دوی ته راغی نو دوی په خبره گډه وډه کښی دی -

په دی کښی زجردی په تکذیب ددوی په باره دقرآن کښی چه هغه خبرورکړی دی دبعث نه اوپه دی کښی ترقی ده ځکه چه تکذیب غټ کفردی په نسبت د تعجب کولو او دارنگ تعجب سبب دی دپاره د تکذیب (بِالْحَقِّ) مراد د حق نه قرآن یا رسول یا خبر دبعث بعدالموت دی (مَرِيجٍ) مراد داچه یو خبره باندی نه ټینگیږی بلکه وائی سحردی نوبیا وائی شعردی اوکله وائی کهانت دی نوکله وائی دروغ دی او خوبونه دی یامراد ددی نه گډوډ دین دی یعنی د مشرکانو دین گډوډ دی -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل