ق ۴

قَدْ عَلِمْنَا مَا تَنْقُصُ الْأَرْضُ مِنْهُمْ وَعِنْدَنَا كِتَابٌ حَفِيظٌ

یقیناً پوهه یو مونږپه هغه چه کموی ځمکه ددوی نه اوزمونږ سره کتاب دی ساتونکی دعلمونو ددوی -

دا رد دی ددوی په تعجب او انکار کولو دبعث نه او دلیل عقلی علمی دی په بعث بعدالموت باندی یعنی هغه ذات چه عالم دی په ټولو اجزاؤ دهربدن باندی جداجدا او ددوی په عملونوباندی نو هغه ضرور قادر دی په دوباره اجزاء یو ځائی کولو او ژوندی کولو باندی (مَا تَنْقُصُ الْأَرْضُ مِنْهُمْ) په دی کښی دمفسرینو ډیر توجیهات دی یو داچه تول بدن خاوری اخوری لیکن عجب الذنب (لکه لمی) نه خاوری کیږی اودا صحیح حدیث کښی هم راغلی دی (وَعِنْدَنَا كِتَابٌ حَفِيظٌ) مراد دکتاب نه هغه کتاب دی چه ملائکو په کښی عملونه دانسانانو لیکلی دی نود حفیظ معنیٰ دا چه دتمام عملونو حفاظت ئی کړی دی یا مراد کتاب نه لوح محفوظ دی چه په هغی کښی ددوی نومونه او عملونه وغیره لیکلی شوی دی نو حفیظ په معنیٰ د مخفوظ دی یعنی دشیطانانونه او تغییر او تبدیل نه ساتلی شوی دی -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل