أَفَلَمْ يَنْظُرُوا إِلَى السَّمَاءِ فَوْقَهُمْ كَيْفَ بَنَيْنَاهَا وَزَيَّنَّاهَا وَمَا لَهَا مِنْ فُرُوجٍ
آیا نو دوی نه گوری آسمان ته دپاسه ددوی چه څه رنگ مونږ جوړکړی دی اوډولی کړی دی اونیشته ددی چودل -
ددی آیت نه تر یوؤلسم آیت پوری دلیلونه عقلیه افاقیه ذکرکوی دپاره د اثبات دبعث بعدالموت روستو د ذکر دتکذیب ددوی نه لکه چه روستو د تعجب نه ئی یو دلیل علمی ذکرکړی وؤ نوپه دی آیت کښی دلیل عقلی علوی دی اومشتمل دی په دری څیزونو باندی (فُرُوجٍ) مراد ترینه سوری کیدل او چاؤدل دی - یعنی اجزاء دآسمان دیوبل سره پیوست اوهموار دی لیکن دا صفت ددی ترورځ دفنا پوری دی په دلیل دسورة مرسلات (۹) او تکویر (۱۱) او اتفطار (۱) او انشقاق (۱) سره -