قُلْ أَتُعَلِّمُونَ اللَّهَ بِدِينِكُمْ وَاللَّهُ يَعْلَمُ مَا فِي السَّمَاوَاتِ وَمَا فِي الْأَرْضِ وَاللَّهُ بِكُلِّ شَيْءٍ عَلِيمٌ
ته اوایه آیا خبرورکوئ تاسو اللّه تعالٰی ته په دین خپل سره او اللّه تعالٰی عالم دی په هغه څه چه په آسمانونو کښی اوهغه څه چه په ځمکه کښی دی او اللّه تعالٰی په هرڅیز باندی پوهه لری -
دا زجردی منافقانوته یعنی هرکله چه دعویٰ ددوی په آمَنَّا، سره ددروغو ده نوپه آمَنَّا وئیلو کښی ددوی دوه مقصدونه دی اول داچه اللّه تعالٰی ته خبرورکوی په خپل ایمان سره دوهم داچه په رسول اللّٰه ﷺ باندی احسان او زبادنه کوی نوپه دی آیت کښی په اول مقصد ددوی باندی زورنه ورکوی -