الحجرات ۱۷

يَمُنُّونَ عَلَيْكَ أَنْ أَسْلَمُوا قُلْ لَا تَمُنُّوا عَلَيَّ إِسْلَامَكُمْ بَلِ اللَّهُ يَمُنُّ عَلَيْكُمْ أَنْ هَدَاكُمْ لِلْإِيمَانِ إِنْ كُنْتُمْ صَادِقِينَ

زبادنه کوی دوی په تاباندی چه دوی اسلام راوړی دی ته اوایه زبادنه مه کوئ په ماباندی د اسلام ستاسو بلکه اللّه تعالٰی زبادنه کوی په تاسوباندی ددی خبری چه تاسوته ئی هدایت دایمان کړی دی که چیری تاسو رشتینی ئی -

دا بل زجردی د منافقانو په دوهم مقصد باندی چه په رسول اللّٰه ﷺ باندی زبادنه کول دی - دلته ئي د أَسْلَمُوا، ذکرددوی وجی نه اوکړو چه دوی په بعضی عملونو کښی د نبی ﷺ او صحابه کرامو سره ظاهری شرکت کوؤ لکه مونځ کول، جهاد کول وغیره او بیابه ئی په نبی ﷺ احسان خيژوؤ چه مونږ ستا ملگرتیا کوؤ - لکه اوس هم بعضی ناپوهان په سنت طریقی یوکار اوکړی نوبیا په خپل مشر یا استاذ باندی احسانونه خیژوی خطیب شربینی وئیلی دی "احسان زبادل چه دمخلوق دطرف نه وی نونعمت خړ کړی اوچه د اللّه تعالٰی دطرف نه وی نو نعمت مزیدار شی" اودا آیت دلیل دی چه انسان ته په هره درجه کښی هدایت یا نعمت ملاؤشی نود اللّه تعالٰی دطرف نه دی اوگنړی اوپه هغی باندی دی لوئی نه کوی (إِنْ كُنْتُمْ صَادِقِينَ) اشاره ده چه رشتینی ایمان نعمت د اللّه تعالٰی دی -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل