الحجرات ۱۵

إِنَّمَا الْمُؤْمِنُونَ الَّذِينَ آمَنُوا بِاللَّهِ وَرَسُولِهِ ثُمَّ لَمْ يَرْتَابُوا وَجَاهَدُوا بِأَمْوَالِهِمْ وَأَنْفُسِهِمْ فِي سَبِيلِ اللَّهِ أُولَئِكَ هُمُ الصَّادِقُونَ

یقیناً مؤمنان هغه کسان دی چه ایمان ئی راوړی دی په اللّه تعالٰی اورسول دهغه باندی بیائی هیڅ شک نه دی کړی او جهاد ئی کړی دی په مالونو خپلو او نفسونو خپلو سره په لار د اللّه تعالٰی کښی دغه کسان دوی رشتینی دی -

په دی آیت کښی ذکرد حقیقت د ایمان شرعی دی په رد دمنافقانو کښی چه هغوی دعویٰ دایمان کوی لیکن دروغژن دی په دی دعویٰ کښی ( ثُمَّ لَمْ يَرْتَابُوا) مراد ارتیاب (شک) نه داسی عملونه کول دی چه علامت دکفراو شرک وی چه بعضی دهغی نه مخالفت کول د ادابو ددی سورة دی (وَجَاهَدُوا بِأَمْوَالِهِمْ) مراد ددی هرهغه محنت او کوشش کول دی چه دایمان په تقاضا سره وی اومال یا نفس په کښی خرچ کیږی (أُولَئِكَ هُمُ الصَّادِقُونَ) په دی کښی تعریض دی په هغه چاباندی چه دا شرطونه دایمان په چاکښی موجود نه وی نوهغه په دعویٰ دایمان کښی دروعژن دی -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل