قَالَتِ الْأَعْرَابُ آمَنَّا قُلْ لَمْ تُؤْمِنُوا وَلَكِنْ قُولُوا أَسْلَمْنَا وَلَمَّا يَدْخُلِ الْإِيمَانُ فِي قُلُوبِكُمْ وَإِنْ تُطِيعُوا اللَّهَ وَرَسُولَهُ لَا يَلِتْكُمْ مِنْ أَعْمَالِكُمْ شَيْئًا إِنَّ اللَّهَ غَفُورٌ رَحِيمٌ
وائي باندچیات ایمان رواړی دی مونږ ته اوایه ایمان نه دی راوړی تاسو اولیکن وائی چه مونږ اسلام قبول کړی دی اوتراوسه نه دی داخل شوی ایمان په زړونو ستاسوکښی اوکه چیری تابعداری کوئ تاسو د اللّه تعالٰی او درسول دهغه نو نیمگړی به نه کړی ستاسو عملونو نه هیڅ یقیناً اللّه تعالٰی بخنه کوؤنکی رحم کوؤنکی دی -
ربط ددی د مخکښی مضمون سره دادی چه په دی ادابو ذکرکړی شوی وؤ باندی څوک عمل نه کوی صرف عملونه (مونځ اودس وغیره) کوی اودعویٰ د ایمان کوی نوهغه منافق دی په هغه باندی اعتبار مه کوئ اوربط دمخکښی آیت سره دادی چه منافقانو وئیل چه زمونږ نسب هم اوچت دی او ایمان والا هم یو اوتقویٰ خوپه ایمان سره ده نومونږ (دصحابه کرامونه) غوره یو نوپه دی آیت کښی دهغوی رد کوی اوزجرد په مجرد دعویٰ د ایمان سره چه په حقیقت کښی ایمان نه وی صرف عمل وی نوهغی ته اعتبار نیشته (وَلَكِنْ قُولُوا أَسْلَمْنَا) مراد ددی ظاهری انقیاد اوبعضی عملونه کول دی دپاره دحفاظت د ځانونو او مالونو خپلو اودپاره دحصول دغنیمتونو او زکوٰة اودا دلیل دی چه اسلام دوه قسمه دی اول صرف استسلام او ظاهری انقیاد دی بغیر دتصدیق دزړه نه اودوهم قسم انقیاد په ژبه او زړه او اندامونو سره دی لکه په قول دابراهیم علیه السلام کښی اسلمت لرب العالمین بقره (۱۳۱) او ان الدین عنداللّه الاسلام ال عمران (۱۹) اودا دلیل دی چه صرف اقرار په امنا اوپه کلمه دتوحید سره بغیردتصدیق قلبی نه ایمان، ایمان شرعی نه دی - خطیب شربینی نقل کړی دی چه عام خلق غفلت والا په نن زمانه کښی په داسی حالت کښی دی -