الحجرات ۱۳

يَا أَيُّهَا النَّاسُ إِنَّا خَلَقْنَاكُمْ مِنْ ذَكَرٍ وَأُنْثَى وَجَعَلْنَاكُمْ شُعُوبًا وَقَبَائِلَ لِتَعَارَفُوا إِنَّ أَكْرَمَكُمْ عِنْدَ اللَّهِ أَتْقَاكُمْ إِنَّ اللَّهَ عَلِيمٌ خَبِيرٌ

ای خلقو: یقیناً مونږ پیداکړی ئی تاسو دیو نارینه او دیوزنانه نه او جوړکړی ئی مونږ تاسو خاندانونه او قبیلی ددی دپاره چه یوبل اوپیژنئ یقیناً‌ ډیرعزمتند ستاسونه د اللّه تعالٰی په نیز ډیر تقویٰ دار دی یقیناً اللّه تعالٰی علم والا خبرلرونکی دی -

په دی آیت کښی اووم ادب ذکرکوی چه سبب داتحاد او اتفاق دی اود تفرق او د فساد نه دبچ کیدلو ښائسته طریقه ده حاصل دادی (سره دربط ماقبل) نه چه یو انسان دبل انسان سپک والی اوپه خپله تکبر ددی وجی نه کوی چه زما جنس جدا دی نودا غلطه ده ځکه چه ټول د یو موراوپلار نه پیدا دی اویابه تکبر دنسب د وجی نه کوی نونسب بغیر دتقویٰ نه هیڅ سبب دعزت نه دی بلکه صرف تعارف او دپیژندگلو دپاره دی هان عزت صرف په تقویٰ سره دی اومتقی سړی چه بل چا اوپه خپله تکیر نه کوی بلکه د تقویٰ دوجی دتیرشوی ناکاره خصلتونو نه ځان بچ کوی (يَا أَيُّهَا النَّاسُ) په دی ادب کښی عام خطاب ئی ذکرکړو ځکه هم جنس کیدل او تفاوت دنسبونو په مؤمنانو پوری خاص نه دی کافران هم ټول د آدم او حوا علیهما السلام اولاد دی (شُعُوبًا) جمع دشعب ده لری نیکونو ته وئیلی کیږی لکه چه په عربو کښی ربیعه، مضر، اوس، خزرج دی (وَقَبَائِلَ) جمع د قبیله ده دشعب نه لاندی نیکونو ته منسوب وی لکه چه کنانه یو قبلیه ده (لِتَعَارَفُوا) دا حکمت دی دپاره دتقسیم د نسبونو چه خپل نسبونه اوپیژنئ اودهغی دوجی نه صله رحمی اوکړئ - حدیث دترمذی کښی راغلی دی، چه رسول اللّٰه ﷺ فرمائیلی دی چه دخپل نسبونو نه دومره ایزده کړئ چه صله رحمی پری کوئ، دا ښکاره دلیل دی چه نسبونه دپاره دفخر او تکبراو دپاره دعزت او شرافت نه دی نوفخرکول په نسب باندی دا خوئي د جاهلبت والودی (إِنَّ أَكْرَمَكُمْ عِنْدَ اللَّهِ أَتْقَاكُمْ) یعنی د اللّه تعالٰی په نیز سبب داوچت والی دمرتبی اودکرامت صرف تقویٰ ده او قرطبی وئیلی دی چه تقویٰ د اللّه تعالٰی دحدودو په امر او نهی کښی لحاظ کول دی اوځان بچ ساتل دهغی نه چه اللّه تعالٰی دهغی نه نهی (منع) کړی ده - او لفظ د عِنْدَ اللَّهِ کښی اشاره ده چه دخلقو په نیز عزت مند کیدلوته اعتبارنیشته د اللّه تعالٰی په نیز عزت حاصلول لوی مقصد دی او أَتْقَاكُمْ، اسم تفضیل کښی اشاره ده چه د تقویٰ هم مختلفی مرتبی وی نو کرامت عنداللّه هم په تفاوت سره دی -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل