الحجرات ۳

إِنَّ الَّذِينَ يَغُضُّونَ أَصْوَاتَهُمْ عِنْدَ رَسُولِ اللَّهِ أُولَئِكَ الَّذِينَ امْتَحَنَ اللَّهُ قُلُوبَهُمْ لِلتَّقْوَى لَهُمْ مَغْفِرَةٌ وَأَجْرٌ عَظِيمٌ

یقیناً هغه کسان چه ښکته کوی آوازونه خپل د رسول اللّٰه ﷺ په خواکښی داهغه کسان دی چه ازمائلی دی اللّه تعالٰی زړونه د هغوی د تقویٰ دپاره ددوی دپاره بخنه او ثواب لوی دی -

دا بشارت دی اهل ایمان ته چه د مخکښی ذکرکړی شوی ادت التزام کوی اودا څلورصفات او احوال دی دصحابه کرامو دپاره (يَغُضُّونَ أَصْوَاتَهُمْ) په حدیث دبخاری کښی ذکردی چه روستودنزول ددی آیت نه عمررضی اللّه عنه په داسی ادب سره په غلی (خکته) آواز سره په مجلس د نبی ﷺ کښی خبری کولی چه کله به نبی ﷺ وانؤریدلی نودده نه به ئی دوباره دورباره تپوس اوکړو چه تا څه اوئیل اودغه شان روایت د ابوبکررضی اللّه عنه په باره کښی هم راغلی دی (امْتَحَنَ اللَّهُ قُلُوبَهُمْ) یعنی ددوی زړونه اللّه تعالٰی پاک کړی دهرقبیح فکر اوعقیدی نه اوفراخ کړی دی دپاره دقبلولو د تقویٰ یادپاره د ښکاره کولو د تقویٰ -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل