إِنَّ الَّذِينَ يُنَادُونَكَ مِنْ وَرَاءِ الْحُجُرَاتِ أَكْثَرُهُمْ لَا يَعْقِلُونَ
یقیناً هغه کسان چه آوازونه کوی تاته روستو ددیوالونونه ډیرددوی نه نه پوهیږی -
دارجر دی هغه چاته چه د مخکښی ذکرشوی ادب لحاظ نه کوی (الْحُجُرَاتِ) هغه ځمکه ته وئیلی کیږی چه دیوال ترینه چاپیره وی لیکن اکثرمستعملیږی دپاره د کور چه په هغی کوټه داوسیدلو اوصحن وی چه راگیروی په دیوالونو کښی اودلته مراد د دیوالونو نه د کورونو دی (أَكْثَرُهُمْ) ئی ددی وجی نه اوئیل چه دبعضی کسانو آوازونه بی اخیتاره اوچت وؤ او شربینی وئیلی دی چه ا کثرپه معنیٰ دکل سره دی -