يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا لَا تَرْفَعُوا أَصْوَاتَكُمْ فَوْقَ صَوْتِ النَّبِيِّ وَلَا تَجْهَرُوا لَهُ بِالْقَوْلِ كَجَهْرِ بَعْضِكُمْ لِبَعْضٍ أَنْ تَحْبَطَ أَعْمَالُكُمْ وَأَنْتُمْ لَا تَشْعُرُونَ
ای ایمان والو مه اوچتوئ آوازونه خپل پورته د آواز د نبی ﷺ نه اوپه زوره وینا مه کوئ هغه ته په شان دزوره ینا ستاسو بعضو د بعضو ته (هسی نه) چه برباد به شی عملونه او تاسو په نه پوهیږئ -
دا دوهم ادب دی په دی کښی مقصد احترام او توقیر د صاحب د شرع او دکلام دهغه دی اوپه دی کښی اشاره ده رعایت دسنت ده په کیفیاتو او صفاتو کښی (وَلَا تَجْهَرُوا لَهُ بِالْقَوْلِ) د اولی جملی او ددی په مینځ کښی یوفرق دادی چه په هغی کښی مراد وؤ چه خپل کلام او آواز د کلام د نبی ﷺ نه اعلٰی مه گرځوئ او ددی جملی مطلب دادی چه د نورو خلقو سره ئی مساوی او برابر هم مه گرځوئ (أَنْ تَحْبَطَ أَعْمَالُكُمْ) یعنی بی ادبی د نبی ﷺ اگرچه بی پرواهی سره وی لیکن هرکله چه عادت اوگرځی نوسبب شی دپاره داهانت د نبی ﷺ او اهانت دهغه سبب د کفردی او کفرسبب دبربادئ د نیکو اعمالو دی -