الفتح ۲۷

لَقَدْ صَدَقَ اللَّهُ رَسُولَهُ الرُّؤْيَا بِالْحَقِّ لَتَدْخُلُنَّ الْمَسْجِدَ الْحَرَامَ إِنْ شَاءَ اللَّهُ آمِنِينَ مُحَلِّقِينَ رُءُوسَكُمْ وَمُقَصِّرِينَ لَا تَخَافُونَ فَعَلِمَ مَا لَمْ تَعْلَمُوا فَجَعَلَ مِنْ دُونِ ذَلِكَ فَتْحًا قَرِيبًا

یقیناً رشتینی کړی دی اللّه تعالٰی درسول خپل سره خوب په حقه سره ضرور داخلیږئ به مسجد حرام ته چه اللّه تعالٰی غواړی امن والا خریونکی دسرونو خپلو او لندوؤنکی د ویختو نه به وریریږئ د دشمن نه نو خبروؤ اللّه تعالٰی دهغی (حکمتونو) نه چه تاسو نه وئ خبرنو درکړه اللّه تعالٰی ددی نه مخکښی فتح نزدی -

دا تسلی ده رسول اللّٰه ﷺ او صحابه کراموته او متعلق دی د فانزل اللّه سکینته سره او جواب د سوال دمنافقینو دی چه هغوی وئیل چه رسول اللّٰه ﷺ وئیلی وو چه ماخوب لیدلی دی چه مونږ مسجد حرام ته داخل شو او عمره مو کړی ده اوحال داچه دی خوی واپس دحدیبیی نه راغی اوعمره اونه کړه نوپه دی آیت کښی جواب دی حاصل ئی دادی چه په خوب داسی نه وو وئیلی شوی چه په دی کال کښی به وی نوراتلونکی کال به داخوب ضرور رشتینی شی (إِنْ شَاءَ اللَّهُ) (سوال) داکلمه دشک په مقام کښی استعمالیږی نودا د اللّه تعالٰی دشان سره مناسب نه ده؟ (جواب) په ډیروطریقو سره دی، اول داچه ابوعبید وئیلی دی اِن په معنی د اذ سره دی غوره دا چه په معنیٰ د اذا سره وی - دوهم دا کلمه دپاره د تعلیم دبندگانو خپلوده - دریم داچه اِن په معنیٰ د کَما سره دی - څلورم دا کلمه دتبرک دپاره ده لیکن بیاهم د تعلیم د بندگانو دپاره ده ځکه چه اللّه تعالٰی تبرک ته محتاج نه دی (مُحَلِّقِينَ رُءُوسَكُمْ وَمُقَصِّرِينَ) دا اشاره ده پوره کولو د عمری ته په تحلیل سره روستو دطواف او سعی نه او حلق (ویخته خرئیل) په تحلیل داحرام کښی غوره دی دقصرنه ددوی وجی نه محلقین ئی مخکښی ذکرکړو هان عام حالاتوکښی قصرغوره دی د حلق نه (مَا لَمْ تَعْلَمُوا) اشاره ده هغه حکمتونوته چه په صلح حدیبیه کښی وو لیکن مؤمنانو ته د مخکښی نه علم دهغی حاصل نه وؤ -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل