الفتح ۲۶

إِذْ جَعَلَ الَّذِينَ كَفَرُوا فِي قُلُوبِهِمُ الْحَمِيَّةَ حَمِيَّةَ الْجَاهِلِيَّةِ فَأَنْزَلَ اللَّهُ سَكِينَتَهُ عَلَى رَسُولِهِ وَعَلَى الْمُؤْمِنِينَ وَأَلْزَمَهُمْ كَلِمَةَ التَّقْوَى وَكَانُوا أَحَقَّ بِهَا وَأَهْلَهَا وَكَانَ اللَّهُ بِكُلِّ شَيْءٍ عَلِيمًا

کله چه واچووؤ کافرانو په خپلو زړونو کښی غیرت غیرت د جاهلیت نو را اولیږله اللّه تعالٰی تسلی خپله په رسول خپل باندی اوپه مؤمنانو (صحابو) باندی او کلکه ئی کړه په دوی باندی کلمه دتوحید او وؤ دوی ډیر حق دار د هغی او لائق دهغی او اللّه تعالٰی دی په هرڅیزباندی علم والا -

دا هم ذکر دسبب دقتال اوذکرد مانع دقتال دی یعنی مشرکانو دقتال دپاره سبب جوړ کړی وؤ چه هغه حمّیت د جاهلیت وؤ اوپه دی کښی ډیرقباحت دمشرکانو ذکرکوی هغه دادی چه مسجد حرام او دعمری نه منع کول خو ددوی په دین کښی هم جائز نه وؤ لیکن سره ددی نه دوی مؤمنانولره منع کړل دا خالص جاهلیت دی او جاهلیت غیرت دا وؤ چه په خط دصلح کښی الرّحمٰن الرَّحیم او محمد رسول اللّه لیکل ئی نه منل اودارنگ د خپل معبودانو باطله دپاره ئی حمیّت او عصبیت کوؤ (فَأَنْزَلَ اللَّهُ سَكِينَتَهُ) مراد ددی نه توفیق دصبر او استقامت دی په مقابله د حمیة الجاهلیة کښی اودیته رسول هم محتاج دی ددی وجی نه علٰی رسولهِ ئی ذکرکړو (وَأَلْزَمَهُمْ كَلِمَةَ التَّقْوَى) هغه کلمه چه په هغی سره دشرک نه بچاؤ کیږی اوهغه کلمه دتوحید ده اودا تفسیرقرطبی کښی په حدیث مرفوع او په اقوالو دصحابه کرامو سره هم ذکرکړی ده اومراد دادی چه مشرکان په شرک باندی کلک وو نو اللّه تعالٰی مؤمنانولره په توحید باندی کلک کړل یا مراد دادی چه لازم ئي کړو په دوی باندی رعایت او لحاظ‌ کول د کلمی دتوحید یعنی داسی طریقه اختیارکړئ چه په هغی سره کلمه دتوحید اوچتیږی او (أَحَقَّ) اسم تفصیل کښی اشاره ده چه کوم خلق ددوی نه روستو مسلمانان شوی دی نوهغوی حق دار ددی کلمی دی لیکن اصحاب د حدیبیی دی ټولو نه زیات حقدار وو (وَأَهْلَهَا) په دی کښی اشاره ده چه حقداری ددوی عارضی نه وه بلکه دوی په علم د اللّه تعالٰی کښی ددی کلمی اهل وو اوپه دی کښی اشاره ده چه حقداری ددوی عارضی نه وه بلکه دوی په علم د اللّه تعالٰی کښی ددی کلمی اهل وو اوپه دی کښی اشاره ده چه حق داری ددوی عارضی نه وه بلکه دوی په علم د اللّه تعالٰی کښی ددی کلمی اهل وو اوپه دی کښی اشاره ده هغه حدیث ته اختارهم اللّه (الصَّحَابَةَ) لِصُحبَةِ نَبِیِّهِ -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل