هُمُ الَّذِينَ كَفَرُوا وَصَدُّوكُمْ عَنِ الْمَسْجِدِ الْحَرَامِ وَالْهَدْيَ مَعْكُوفًا أَنْ يَبْلُغَ مَحِلَّهُ وَلَوْلَا رِجَالٌ مُؤْمِنُونَ وَنِسَاءٌ مُؤْمِنَاتٌ لَمْ تَعْلَمُوهُمْ أَنْ تَطَئُوهُمْ فَتُصِيبَكُمْ مِنْهُمْ مَعَرَّةٌ بِغَيْرِ عِلْمٍ لِيُدْخِلَ اللَّهُ فِي رَحْمَتِهِ مَنْ يَشَاءُ لَوْ تَزَيَّلُوا لَعَذَّبْنَا الَّذِينَ كَفَرُوا مِنْهُمْ عَذَابًا أَلِيمًا
دا هغه خلق دی چه کفرئی کړی دی اومنع کړی ئی تاسو د مسجد حرام نه او هدیولره چه بندی کړی شوی دی درسیدلو نه ځای دحلالی ته اوکه چیری نه وی سړی مؤمنان او زنانه مؤمنی چه تاسو هغوی نه پیژنی چه دخپو دلاندی به ئی کړئ نواوبه رسیږی تاسوته ددوی دوجی نه نقصان بغیرد پوهی نه ددی دپاره داخل به کړی اللّه تعالٰی په رحمت خپل کښی هغه چالره چه اوغواړی که چیری دوی لری شول نو عذاب به ورکړو مونږ کافرانو ته ددوی نه عذاب دردناک -
په دی آیت کښی حال د اهل مکه کافرانو بالخصوص ذکرکوی اودفع دوهم کوی که څوک اوائی چه صلح حدیبیه ولی اوکړی شوه بلکه اللّه تعالٰی به امداد کړی وی د مؤمنانوسره اوپه مکی والوباندی به ئی حمله کړی وی اوقتال به شوی وی؟ حاصل دجواب دادی چه هان سبب دقتال خو موجود وو هغه کفرددوی او دمسجد حرام نه منع کول د مؤمنانو او منع کول دهدایا چه دا روستنی دواړه ددی مشرکانو په دین کښی هم ناروا وو - لیکن دقتال نه مانع موجود وؤ هغه وجود د کمزورو مؤمنانو دی په مکه کښی اووجود دهغه کسانو چه اللّه تعالٰی دهغوی دپاره ایمان راوړل مقرر کړی وو یعنی که چیری په مکه کښی په دغه وخت قتال کړی شوی وی نودغه مؤمنان به په کښی په غلطئ او خطائی سره قتل کړی شوی وؤ (أَنْ يَبْلُغَ مَحِلَّهُ) دلته مراد دمحل نه مکان دنحر اود ذبح کولو دهدایه دی اوهغه حرم شریف دی - (وَلَوْلَا رِجَالٌ) دا ذکر دمانع دقتال دی اومراد ددی کسانونه هغه مؤمنان دی چه دهجرت کولونه په سبب دعذرسره یاد کافرانو په خبرسره پاتی شوی وو (مَعَرَّةٌ) لسان العرب کښی وئیلی دی چه معرَّة ځای د خارخ ته وائی او دارنگ گناه او سختئ، اذی (مصیبت) او جنایت او تاوان ته هم وئیلی کیږی - نودلته معنیٰ داشوه که چیری تاسو مؤمنانولره په بی علمئ سره وژلی وی نولازم شوی به وی په تاسو پوری بد نامی لگول د کافرانو او دِیتونه د قتیلانو ځکه چه مؤمن په دارحرب کښی وی اوهجرت ئی نه وی کړی اود هغه دایمان علم قاتل ته نه وی اوقتل کړی شی نوپه دی سره کفاره لازمیږی لکه چه سورة نساء (۹۲) کښی تیرشوی دی (لَوْ تَزَيَّلُوا) یعنی که چیرته دا مؤمنان د کافرانو نه جداشی نوبیابه په دی کافرانوباندی ضرور عذاب راځی دقتادة نه روایت دی چه دا آیت دلیل دی چه د مؤمنانوپه وجه اللّه تعالٰی دکافرانونه عذاب دفع کوی او ددی قسم ډیرمسائل مفسر قرطبی دلته ذکرکړی دی هغه اوگورئ -