الفتح ۲۴

وَهُوَ الَّذِي كَفَّ أَيْدِيَهُمْ عَنْكُمْ وَأَيْدِيَكُمْ عَنْهُمْ بِبَطْنِ مَكَّةَ مِنْ بَعْدِ أَنْ أَظْفَرَكُمْ عَلَيْهِمْ وَكَانَ اللَّهُ بِمَا تَعْمَلُونَ بَصِيرًا

او خاص اللّه تعالٰی هغه ذات دی چه بند ئی کړل لاسونه ددوی ستاسونه او لاسونه ستاسو دهغوی نه په مینځ دمکه کښی روستو ددی نه چه وس ئی برکړو ستاسو په هغوی باندی او اللّه تعالٰی دی ستاسو عملونو لره لیدونکی -

داهم ذکر دانعام د اللّه تعالٰی دی په مؤمنانوباندی او دارنگ تائید دی د مخکښی آیت یعنی دقتال په وخت کښی به دوی شاگرځوی دوجی د امداد د اللّه تعالٰی نه تاسوسره لکه چه په دی واقعه خاصه کښی اللّه تعالٰی ستاسو مدد کړی دی (وَهُوَ الَّذِي كَفَّ أَيْدِيَهُمْ عَنْكُمْ) دترمذی په روایت کښی راغلی دی چه اتیا کسان د کافرانو نه د جبل تنعیم دطرف نه دصبا د مانځه په وخت کښی راکوز شول او قصد ئی کړی وؤ چه نبی ﷺ لره قتل کړی نوصحابه کرامو دوی لره اونیول لیکن رسول اللّٰه ﷺ بیا دوی آزاد کړل - ددی واقعی په بنا مراد بطن مکه نه حدیبیه ده ددوی وجی نه چه د حدیبیی څه حصه په مکه کښی یعنی (حرم) کښی داخل ده -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل