الفتح ۲۸

هُوَ الَّذِي أَرْسَلَ رَسُولَهُ بِالْهُدَى وَدِينِ الْحَقِّ لِيُظْهِرَهُ عَلَى الدِّينِ كُلِّهِ وَكَفَى بِاللَّهِ شَهِيدًا

خاص اللّه تعالٰی هغه ذات دی چه را اولیږلو رسول خپل په هدایت سره اوپه دین حق سره ددی دپاره چه غالب کړی ده لره په ټولو دینونو باندی اوپوره دی اللّه تعالٰی گواهی ورکوؤنکی -

دا علت دی د لقد صدق اللّه آه دپاره اوذکرد صدق د رسول اللّٰه ﷺ دی دپاره د ردکولو پ هغه مشرکانوباندی چه صلح نامه د حدیبیه کښی محمد رسول اللّه نه ئی انکار کوؤ او وئیل چه مونږ ستا رسالت نه منو اودهغی په ځای ئی محمد بن عبداللّه اولیکلو (بِالْهُدَى وَدِينِ الْحَقِّ) مراد هدٰی نه قرآن دی او دین الحق دهغی تشریح ده په سنت سره یا مراد دهدٰی نه عقیده ده او دین الحق نوراحکام دی - (وَكَفَى بِاللَّهِ شَهِيدًا) مراد ترینه شهادت د اللّه تعالٰی دی په حقانیت د رسول اللّٰه ﷺ باندی اگرچه مشرکان شهادت نه کوی په رسالت دهغه باندی - او داسی آیت په سورة توبه (۳۳) کښی اوسورة صف (۹) کښی هم دی لیکن په هغه سورتونو کښی رد په مشرکینو اهل کتاب باندی مقصد وؤ نوذکرکړی وو، اوکره المشرکون اوپه دی سورة کښی په صلح کوؤنکو مشرکانوباندی رد دی چه هغوی صلح نامه کښی په رسالت باندی شهادت نه کوؤ -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل