لَيْسَ عَلَى الْأَعْمَى حَرَجٌ وَلَا عَلَى الْأَعْرَجِ حَرَجٌ وَلَا عَلَى الْمَرِيضِ حَرَجٌ وَمَنْ يُطِعِ اللَّهَ وَرَسُولَهُ يُدْخِلْهُ جَنَّاتٍ تَجْرِي مِنْ تَحْتِهَا الْأَنْهَارُ وَمَنْ يَتَوَلَّ يُعَذِّبْهُ عَذَابًا أَلِيمًا
نیشته په ړوند باندی گناه اونه په گوډ باندی گناه اونه په ناجوړه باندی گناه او چاچه تابعداری اوکړه د اللّه تعالٰی او درسول دهغه داخل به کړی ده لره جنتونو ته چه بهیږی به لاندی د هغی نه ولی او چاچه مخ اوگرځوو عذاب به ورکړی ده لره عذاب دردناک -
دا حکم د معذرینو دی چه مستثنیٰ د ی دفرضیت دقتال نه (وَمَنْ يُطِعِ اللَّهَ وَرَسُولَهُ) په دی کښی اشاره ده چه علاوه دقتال نه نوراطاعت په دوی باندی ددوی د استطاعت موافق فرض دی لکه دعوت تبلیغ وغیره -