الفتح ۱۶

قُلْ لِلْمُخَلَّفِينَ مِنَ الْأَعْرَابِ سَتُدْعَوْنَ إِلَى قَوْمٍ أُولِي بَأْسٍ شَدِيدٍ تُقَاتِلُونَهُمْ أَوْ يُسْلِمُونَ فَإِنْ تُطِيعُوا يُؤْتِكُمُ اللَّهُ أَجْرًا حَسَنًا وَإِنْ تَتَوَلَّوْا كَمَا تَوَلَّيْتُمْ مِنْ قَبْلُ يُعَذِّبْكُمْ عَذَابًا أَلِيمًا

ته اوایه پاتی کړی شوی بانډچیانوته زردی را اوبللی شئ به جنگ د داسی قوم ته چه سخت جنگ والا دی قتال به کوئ‌ ددوی سره تردی پوری چه اسلام راوړی نوکه تاسو خبره اومنله دربه کړی تاسوته اللّه تعالٰی ښائسته ثواب او که چیری تاسو مخ اوگرځوؤ لکه چه تاسو مخ گرځولی دی ددی نه مخکښی عذاب به درکړی تاسوته عذاب درد ناک -

په دی کښی اشاره ده اظهار دمنافقت ددوی ته (سَتُدْعَوْنَ إِلَى قَوْمٍ أُولِي بَأْسٍ شَدِيدٍ) مراد ددی نه قتال د بنوحنیفه اهل یمامه دی چه هغوی ته ابوبکررضی اللّه عنه دعوت ورکړی وؤ اوفارس او روم دی چه هغوی ته عمر رضی اللّه عنه دعوت ورکړی وؤ اوبنا په دی تفسیرباندی اشاره شوه چه د رسول اللّٰه ﷺ نه روستو خلافت د ابوبکر او عمررضی اللّه عنهما حق دی ځکه چه دهغوی د زمانی په قتال کښی شرکت کول ئی سبب د اجرحسن اوشرکت نه اعراض ئی سبب دعذاب ئی گرځولی دی - لیکن په قرینه دسورة توبه (۲۹) سره داحکم د اهل کتابو باره کښی نه دی بلکه دهغوی نه جزیه اخستل هم جائزدی -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل