سَيَقُولُ الْمُخَلَّفُونَ إِذَا انْطَلَقْتُمْ إِلَى مَغَانِمَ لِتَأْخُذُوهَا ذَرُونَا نَتَّبِعْكُمْ يُرِيدُونَ أَنْ يُبَدِّلُوا كَلَامَ اللَّهِ قُلْ لَنْ تَتَّبِعُونَا كَذَلِكُمْ قَالَ اللَّهُ مِنْ قَبْلُ فَسَيَقُولُونَ بَلْ تَحْسُدُونَنَا بَلْ كَانُوا لَا يَفْقَهُونَ إِلَّا قَلِيلًا
زر دی وائي به پاتی کړی شوی خلق کله چه روان شئ تاسو غنیمتونو ته دی دپاره چه واخلئ هغه پریږدئ مونږ چه لاړشو تاسوسره غواړی دوی چه دبدل کړی دوی کلام د اللّه تعالٰی ته اوایه هیڅ چیری مه ځئ ځمونږ سره دغه شان وئیلی دی اللّه تعالٰی ددی نه مخکښی نوزر دی دوی به اوائي بلکه حسد کوئ تاسو ځمونږ سره بلکه دوی نه پوهیږی مگر لږ -
په دی آیت کښی هم زجردی په ذکر دڅلورو قباحتونو دمنافقانو سره (إِلَى مَغَانِمَ لِتَأْخُذُوهَا) مراد ددی نه غنیمتونه دخیبردی اوپه دی تعبیر کښی اشاره ده چه خیبرپه غزوه کښی لږ تکلیف وؤ فتح دهغی آسانه او یقینی وه یعنی هرکله چه صحابه کرام د صلح حدیبیه نه واپس شول تکلیفونه ورته ډیر اورسیدل او مقصد د سفرئی هم حاصل نه شو نود هغوی زړونو کښی خفگان وؤ دهغی د زائل کولو دپاره اللّه تعالٰی نبی ﷺ ته حکم اوکړو چه غزوه د خیبرته هغه صحابه کرام بوځه کوم چه په سفر حدیبیه کښی شریک وو اونور چاته اذن مه ورکوه (ذَرُونَا نَتَّبِعْكُمْ) نوهرکله چه فتح دخیبر اسانه وه او غنیمتونه حاصلیدل هم یقینی وؤ ددی وجی نه منافقینو دا مطالبه اوکړه چه مونږ هم تاسوسره غزوه خیبرته ځو (كَلَامَ اللَّهِ) مراد ددی روستو دواړه جملو کښی ذکردی (قل لن تتبعونا کذٰلکم قال اللّه من قبل) بعضی مفسرینو وئیلی دی مراد ددی نه وعده د اللّه تعالٰی ده داهل حدیبیه سره چه تاسوله به غنیمتونه دخیبر درکوؤم او بعضو مفسرینو وئیلی دی چه مراد ددی نه امرد اللّه تعالٰی دی نبی ﷺ ته چه خیبرته دی نه ځی مگر صرف حدیبی والا - په دی روستنو دواړو اقوالو کښی وحی خفی ته کلام اللّه اوئیلی شو یعنی احادیث هم د اللّه تعالٰی کلام دی (فَسَيَقُولُونَ بَلْ تَحْسُدُونَنَا) یعنی منافقان نسبت دحسد رسول اللّٰه ﷺ او صحابه کراموته کوی - اوحسد وئیلی کیږی تمنَّا کول دزوال دنعمت الٰهیه دبل چانه او دهغی زوال دپاره کوشش کول او حسد په هره طریقه سر ه چه وی نو گناه کبیره ده -