الفتح ۱۴

وَلِلَّهِ مُلْكُ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ يَغْفِرُ لِمَنْ يَشَاءُ وَيُعَذِّبُ مَنْ يَشَاءُ وَكَانَ اللَّهُ غَفُورًا رَحِيمًا

او خاص اللّه تعالٰی لره بادشاهی د آسمانونو او دځمکی ده بخنه کوی چاته چه اوغواړی اوعذاب ورکوی چاته چه اوغواړی او اللّه تعالٰی دی بخنه کوؤنکی رحم کوؤنکی -

دا ذکردتوحید دی په ذکر دصفتونو د اللّه تعالٰی سره اومقصد په کښی ترغیب دی چه دنفاق نه توبه اوکړئ نو اللّه تعالٰی به درته بخشش اوکړی -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل