لَقَدْ رَضِيَ اللَّهُ عَنِ الْمُؤْمِنِينَ إِذْ يُبَايِعُونَكَ تَحْتَ الشَّجَرَةِ فَعَلِمَ مَا فِي قُلُوبِهِمْ فَأَنْزَلَ السَّكِينَةَ عَلَيْهِمْ وَأَثَابَهُمْ فَتْحًا قَرِيبًا
یقیناً رضا شوی دی اللّه تعالٰی د مؤمنانو (صحابو) نه کوم وخت چه بیعت کوؤ دوی تاسره لاندی د اونی نه نوخبروؤ اللّه تعالٰی دهغه څیز چه په زوړنو ددوی کښی وؤ نورالیږله اللّه تعالٰی تسلی په دوی باندی اوبدله ئی ورکړه دوی لره فتح نزدی -
ددی آیت نه ترآخر دسورة پوری دوهم باب دی په دی کښی اته (۸) حالات دصحابه کرامو ذکرکوی کوم چه حدیبیه کښی حاضروو اودوی لره دنیوی او اخروی بشارتونه ذکرکوی او ددوی په مقابله کښی زجرونه دی منافقانو او مشرکانو ته بیا جواب دیوی شبهی دمنافقانو دی په آخرکښی عظمت شان د نبی ﷺ دی اود عام صحابه کرامو لس صفات ذکرکوی - په دی آیت (۱۸) کښی دصحابه کرامو دوه حالتونه اودربشارتونه ذکرکوی (لَقَدْ رَضِيَ) په دی کښی اول بشارت دی په ډیرتاکید سره اوددی لفظ دوجی نه بیعت دحدیبیی ته بیعت الرضوان وئیلی کیږی (إِذْ يُبَايِعُونَكَ) اوددی سبب په اختصار سره داوؤ چه نبی ﷺ حدیبیه مقام ته په اراده د عمری تقریباً د پنځلس سوه صحابه کرامونه اورسیدلو اول قاصد ئی مکی والوته جواس بن امیه خزاعی رضی اللّه عنه اولیږلو لیکن دهغی مخی ته ډیر مشرکان حائل شول اومکی ته ئی د تللو اجازت ورنه کړو بیائی عثمان رضی اللّه عنه اولیږلو هغوی عثمان رضی اللّه عنه ته اجازت ورکړو چه ته عمره اوکړه لیکن نبی ﷺ او نورو صحابو ته اجازت نیشته نو عثمان رضی اللّه عنه اوفرمائیل چه زه طواف نه کوؤم ترڅوپوری چه نبی ﷺ نه وی کړی په دی خبرو اتروسره عثمان رضی اللّه عنه مکه کښی ډیرایسار کړی شو - اوخبرخور کړی شو چه هغه قتل کړی شوی دی نودغه وخت نبی ﷺ صحابه کرامو ته دعوت ورکړو چه راشئ ماسره بیعت اوکړئ چه قتال به کوو او تیخته به نه کوو او نبی ﷺ دغه وخت د کیکردونی په سوری کښی ناست وؤ نو ټولو صحابو بیعت اوکړو او نبی ﷺ خپل ښی لاس په خپل گس لاس کښی کیخودلو چه دا بیعت دپاره د عثمان رضی اللّه عنه دی اودا واقعه د عثمان رضی اللّه عنه درفعت شان دپاره لوی دلیل دی او سعید بن المثیب د خپل نه روایت کوی چه زه هم په دی بیعت کوؤنکو کښی شامل ووم نوهرکله چه راتلونکی کال مونږ په دغه لار راغلو نو هغه اونه مونږنه بالکل هیره کړی شوه او عام تاریخونوکښی لیکلی دی چه دعمر رضی اللّه عنه په دور خلافت کښی بعضی خلق به راتلل او د یوی ونی لاندی به ئی مونځونه کول په دی عقیدی سره چه دا متبرک مقام دی (دا اونه دوی په خیال سر مقرر کړی وه) نو عمر رضی اللّه عنه حکم اوکړو دهغی ونی په پری کولو سره او هغه لار ئی بند کړله (وَأَثَابَهُمْ فَتْحًا قَرِيبًا) مرا ددی نه فتح دخیبرده چه په واقعه د حدیبیه پسی متصل اوشوه او دا اللّه تعالٰی عوض اوگرځوؤ دپاره د اخلاص د بیعت کولو -