سَيَقُولُ لَكَ الْمُخَلَّفُونَ مِنَ الْأَعْرَابِ شَغَلَتْنَا أَمْوَالُنَا وَأَهْلُونَا فَاسْتَغْفِرْ لَنَا يَقُولُونَ بِأَلْسِنَتِهِمْ مَا لَيْسَ فِي قُلُوبِهِمْ قُلْ فَمَنْ يَمْلِكُ لَكُمْ مِنَ اللَّهِ شَيْئًا إِنْ أَرَادَ بِكُمْ ضَرًّا أَوْ أَرَادَ بِكُمْ نَفْعًا بَلْ كَانَ اللَّهُ بِمَا تَعْمَلُونَ خَبِيرًا
زربه اوائي تاته پاتی کړی شوی د بانډچیانو نه چه مشغول کړی دی مونږ لره مالونو ځمونږ اوبال بچ ځمونږ نو مونږ لره بخنه اوغواړه وائي دوی په خپلو ژبو باندی هغه خبری چه نیشته په زړونو ددوی کښی ته اوایه نوڅوک وس لری ستاسو دپاره دعذاب د اللّه تعالٰی نه د بچ کولو که چیری اوغواړی اللّه تعالٰی په تاسوباندی تکلیف یااوغواړی په تاسوباندی نفع بلکه اللّه تعالٰی دی ستاسو په عملونو باندی خبردار -
ددی آیت نه تر (۱۶) پوری زجرونه دی منافقانوته چه ددی سفرنه پاتی شوی وو دوجی د ویری د قریش نه اگرچه نبی ﷺ دوی ته قولاً او فعلاً ښکاره کړی وه چه مونږ اراده د جنگ نه لرو - فعلاً داده چه د ذوالحلیفه نه ئی احرام دعمری اوتړلو او هدایائی دځان سره روانی کړلی - بیاپه دی آیاتونو کښی لس قباحتونه دمنافقانو ذکر کوی - په دی آیت کښی ئی دری قباحتونه دهغوی ذکرکړی دی - اشاره ده چه اللّه تعالٰی دوی لره د نبی ﷺ دملگرتیا نه روستو پاتی کړل په سبب دنفاق دزړونو ددوی (شَغَلَتْنَا أَمْوَالُنَا وَأَهْلُونَا) دا دروغ عذر دی دپاره دپاتی کیدلو دعمری نه یعنی دوی وئیل چه دمالونو او اهل وعیال حفاظت کول ضروری دی او ځمونږ هیڅ څوک نائبان نیشته چه انتظام اوکړی په دی وجه مونږ مشغول شو (قُلْ فَمَنْ يَمْلِكُ لَكُمْ) حاصل دادی چه ستاسو پاتی کیدل د رسول اللّٰه ﷺ نه دپاره د حفاظت د مال او اهل تاسونه هیڅ ضرر نشی دفع کولی اوتاسوته څه فائده درکولی نشی -