الفتح ۱۲

بَلْ ظَنَنْتُمْ أَنْ لَنْ يَنْقَلِبَ الرَّسُولُ وَالْمُؤْمِنُونَ إِلَى أَهْلِيهِمْ أَبَدًا وَزُيِّنَ ذَلِكَ فِي قُلُوبِكُمْ وَظَنَنْتُمْ ظَنَّ السَّوْءِ وَكُنْتُمْ قَوْمًا بُورًا

بلکه گمان کوئ‌ تاسو چه چیری به واپس اونه گرځی رسول او مؤمنان (صحابه) خپل بال و بچ ته هیچ چیری او ډولی شوی وؤ دا گمان په زړونو ستاسو کښی او گمانونه کول تاسو گمانونه بد اوتاسو وئی قوم تباه کیدونکی -

دا هم زجردی په ذکرد څلورو قباحتونو دهغوی سره د ا (بَلْ) دپاره دترقئ‌ دی یعنی دنفاق او حسد سره دوی په فاسد گمانونو پسی روان دی (أَنْ لَنْ يَنْقَلِبَ) مراد ددی نه دادی چه دوی د رسول او د مؤمنانوشان سپک گنړی او د مشرکانو شان لوئی گنړی ددی وجی نه دا گمان ئی کوؤ (ظَنَّ السَّوْءِ) مراد دادی چه اللّه تعالٰی ددی رسول اومؤمنانو سره هیڅ امداد نه کوی ځکه چه دوی په دین باطل باندی دی -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل