الفتح ۱۰

إِنَّ الَّذِينَ يُبَايِعُونَكَ إِنَّمَا يُبَايِعُونَ اللَّهَ يَدُ اللَّهِ فَوْقَ أَيْدِيهِمْ فَمَنْ نَكَثَ فَإِنَّمَا يَنْكُثُ عَلَى نَفْسِهِ وَمَنْ أَوْفَى بِمَا عَاهَدَ عَلَيْهُ اللَّهَ فَسَيُؤْتِيهِ أَجْرًا عَظِيمًا

یقیناً هغه کسان چه بیعت کوی ستاسره نویقیناً‌ بیعت کوی دوی د اللّه تعالٰی سره لاس د اللّه تعالٰی ددوی دلاسونو دپاسه دی نوچاچه مات کړو (بیعت) نویقیناً‌ ماتوی دپاره د ضرر دځآن خپل اوچاچه پوره کړو هغه چه وعده ئی په هغی باندی د اللّه تعالٰی سره کړی ده نو زرده چه وربه کړی هغه ته ثواب لوئ -

روستو داثبات درسالت او ذکرکول دمقصد درسالت نه بشارت دی تابعداری کوؤنکو دهغه ته او تشجیع ده په جهاد باندی (إِنَّ الَّذِينَ يُبَايِعُونَكَ) دا واقعه دبیت الرضوان ته اشاره ده چه په دی سورة کښی دهغی تفصیل به راشی اودا بیعت دصحابه کرامو د نبی ﷺ سره وؤ بعضی کسانو بیعت کړی وؤ په مرگ باندی اوبعضی بیعت کړی وؤ چه تیخته به نه کوؤ اوبعضو بیعت کړی وؤ په جهاد باندی (دا تطبیق دی په مینځ دمختلف روایتونوکښی) (إِنَّمَا يُبَايِعُونَ اللَّهَ) دا ددی وجی نه چه هرقول اوفعل د رسول اللّٰه ﷺ په حکم د اللّه تعالٰی سره دی (وماینطق عن الهوی) او دا په شان د ومن یطع لرسول فقد اطاع اللّه نساء (۸۰) دی (يَدُ اللَّهِ فَوْقَ أَيْدِيهِمْ) په دی کښی اشاره ده چه بیعت کښی دنارینه دپاره لاس ورکول شرط دی هان زنانه دپاره لاس ورکول منع دی ځکه چه حدیث د عائشه رضی اللّه عنها کښی وارد دی (واللّه ما مست ید النبی ﷺ ید امرئةٍ قط) قسم دی په اللّه تعالٰی باندی چه لاس د نبی ﷺ دلاس د (پردئ) ښځی سره نه دی لگیدلی - بلکه بیعت دزنانو سره صرف په وینا کولو سره وؤ (يَدُ اللَّهِ) دید معنیٰ ظاهری مراد ده چه لاس دی او دارنگ دلفظ فوق معنیٰ اوچت والی دی لیکن بغیر دتمثیل اود تشبیه نه د مخلوق سره او کیفیت ئی مجهول دی دا عقیده دسلف صالحینوده اوچاچه تاویل کړی دی په نصرت یاپه احسان کولو یاپه حفاظت کولو یاپه قوت وغیره سره دغه تاویلات ټول باطل دی ځکه چه مستلزم کیږی انکار دصفت د اللّه تعالٰی لره بیا دا جمله مستلزم ده چه نصرت او امداد د اللّه تعالٰی دمؤمنانو د محنت او عمل نه ډیردی -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل