الفتح ۹

لِتُؤْمِنُوا بِاللَّهِ وَرَسُولِهِ وَتُعَزِّرُوهُ وَتُوَقِّرُوهُ وَتُسَبِّحُوهُ بُكْرَةً وَأَصِيلًا

دی دپاره چه ایمان راوړئ‌ تاسو په اللّه تعالٰی اوپه رسول دهغه اومدد اوکړئ دهغه (ددین) اوعزت ئی اوکړئ‌ اوپاکی وائی دهغه صبائي‌ او بیگائي‌ -

په دی کښی څلورفائدی د ارسال درسول ذکرکوی -
اوله فائده: ایمان باللّه والرسول دی اشاره ده چه ایمان تفصیلی په اتباع درسول حاصلیږی -
دوهمه فائده: (وَتُعَزِّرُوهُ) ضمیر اللّه تعالٰی ته راجع دی نومراد ددی نه نفی کول د ولد اوشریک دی د اللّه تعالٰی نه اورد کول دی په مشرکانوباندی - یاراجع دی رسول ته نومراد دادی چه دهغه دین اود سنت د مخالفت کولو نه به خلقو لره منع کوئ اودهغوی شبهات به دفع کوئ -
دریمه فائده: (وَتُوَقِّرُوهُ) په دی ضمیرکښی هم دوه احتمالونه دی اوتوقیر د اللّه تعالٰی دهغه نوم په عزت سره ذکرکول دی دهغه بندگی خاص کول دهغه په صفاتو دکمال باندی ایمان راؤړل دی او توقیرد رسول اللّٰه ﷺ هغه ته صرف په نوم سره آواز نه کول دهغه د سنت احترام کول دهغه دنوم سره صلوٰة سلام وئیل دهغه پوره تابعداری کول دی -
څلورمه فائده: (وَتُسَبِّحُوهُ) دا ضمیر صرف اللّه تعالٰی ته راجع دی -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل