الفتح ۸

إِنَّا أَرْسَلْنَاكَ شَاهِدًا وَمُبَشِّرًا وَنَذِيرًا

یقیناً‌ مونږ لیږلی ئی ته حق بیان کوؤنکی او زیری ورکوؤنکی او ویره ورکوؤنکی -

دا اثبات دصدق درسول دی او متعلق دی د انافتحنالک سره نودا علت دفتح ورکولو دی یعنی فتح ددی وجی نه ورکړی شوه چه ته رسول برحق ئی یادا فتح مبین دلیل درسالت د نبی ﷺ دی (شَاهِدًا) شهادت په دنیا کښی مراد دی اوشهادت په معنیٰ دبیان کولو دحق دی په غیرباندی یعنی ته به بیان او تبلیغ کوؤنکی ئی اودبیان کولو دوه قسمه ئی ذکرکړل بشارت او انذار اوکه مراد شهادت نه شهادت په عملونو مراد شی نومراد ترینه صرف هغه خلق دی چه د نبی ﷺ په زمانه کښی ئی دهغه په وړاندی عملونه کول اوڅوک چه ددی نه ثابتوی چه نبی ﷺ حاضر ناظردی نودا تحریف دقرآن کوی -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل