الفتح ۷

وَلِلَّهِ جُنُودُ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ وَكَانَ اللَّهُ عَزِيزًا حَكِيمًا

اوخاص اللّه تعالٰی لره دی لښکری د آسمانونو او دځمکی او دی اللّه تعالٰی زورآور حکمتونو والا -

دا علت دی دپاره دعذاب دمنافقانو او مشرکانو یعنی اللّه تعالٰی ددوی په عذاب ورکولو قدرت لری ځکه چه ټولی لښکری دهغه په تصرف کښی دی اودهغه ملکیت دی دهغی په ذریعه دوئ لره عذابونه ورکولی شی -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل