وَيُعَذِّبَ الْمُنَافِقِينَ وَالْمُنَافِقَاتِ وَالْمُشْرِكِينَ وَالْمُشْرِكَاتِ الظَّانِّينَ بِاللَّهِ ظَنَّ السَّوْءِ عَلَيْهِمْ دَائِرَةُ السَّوْءِ وَغَضِبَ اللَّهُ عَلَيْهِمْ وَلَعَنَهُمْ وَأَعَدَّ لَهُمْ جَهَنَّمَ وَسَاءَتْ مَصِيرًا
او عذاب به ورکړی منافقانو سړو او او زنانه منافقانو لره او مشرکانو سړو او زنانو مشرکوته چه گمانونه کوی په اللّه تعالٰی باندی گمان ناکاره په دوی باندی دی مصیبتونه ناکاره اوغضب کړی دی اللّه تعالٰی په دوی باندی اولعنت ئی کړی دی اوتیار کړی دی دوی لره جهنم او ناکاره دی ځای د ورگرځیدلو -
دا څلورمه فائده ده یعنی سکون او نصرت د مؤمنانو سبب دغمونو او خفگانو ددشمنانو دی او عذاب ددنیا دی اومراد عذاب نه دلته عذاب دنیوی دی اوهغه ذلیل او مغلوب کیدل د منافقانو او کافرانو دی اودارنگ تسلط د مؤمنانوپه دوی باندی په قتل کولو او قید کولو ددوی سره (ظَنَّ السَّوْءِ) دوی گمان کوی چه اللّه تعالٰی لره شریکان یا اولاد دی یا اللّه تعالٰی بغیر دوسیلو (شرکیو) نه حاجتونه نه پوره کوی یاد اللّه تعالٰی صفات نیشته یاصفتونه ئی مشابه دی مخلوق سره دی ته بدگمان وئیلی کیږی (عَلَيْهِمْ دَائِرَةُ السَّوْءِ) مراد د دائره السوء نه مصیبتونه ددنیا دی په ذلیل کیدلو او قید کولو او مغلوب کیدلو او نورقسم عذابونو باندی -