لِيُدْخِلَ الْمُؤْمِنِينَ وَالْمُؤْمِنَاتِ جَنَّاتٍ تَجْرِي مِنْ تَحْتِهَا الْأَنْهَارُ خَالِدِينَ فِيهَا وَيُكَفِّرَ عَنْهُمْ سَيِّئَاتِهِمْ وَكَانَ ذَلِكَ عِنْدَ اللَّهِ فَوْزًا عَظِيمًا
دی دپاره چه داخل کړی مؤمنان سړی او مؤمنی زنانه جنتونو ته چه بهیږی لاندی د هغه نه ولی همیشه به وی دوی په هغی کښی اولری به کړی ددوی نه بدئ ددوی او داده په نیز د اللّه تعالٰی کامیابی لویه -
دا دوهمه او دریمه فائده ده مرتب ده په انزال السکینه باندی دپاره دزیادت دایمان یعنی په دی مجموعه باندی دخول دجنت او تکفیر دسیئاتو بنا دی -