بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ
إِنَّا فَتَحْنَا لَكَ فَتْحًا مُبِينًا
یقیناً فتح درکړه مونږ تاته فتح ښکاره -
ربط: ددی سورة د مخکښی سورة سره په ډیرو وجوهو سره دی اوله وجه، هرکله چه امرد قتال اوشو په مخکښی سورة کښی نوپه دی سورة کښی بشارت دی په فتح او په انزال السکینه سره - دوهمه وجه هرکله چه په هغه سورة کښی د مؤمنانو هغه اتلس صفات ئی ذکرکړل چه علتونه د تشجیع د قتال فی سبیل اللّه وؤ نو اوس داسی اتلس صفتونه دهغوی ذکرکوی چه اسباب درضا د اللّه تعالٰی دی د هغوی نه -
زیری ورکول نبی ﷺ ته په فتح سره او عظمت شان دهغه او زیری ورکول مؤمنانو (صحابه کرامو) ته په انزال السکینه سره او ذکر دصفاتو دهغوی - او مسئله دتوحید ئی په مختلف تعبیراتوسره په (۲۷،۲۶،۱۴،۱۱،۹،۷) کښی راوړی ده او نهه اسماء حسنیٰ د اللّه تعالٰی -
دا سورة تقسیم دی دوه بابونو ته اول باب تر (۱۸) پوری دی په دی کښی دوه بشارتونه دی او دهریو سره متعلق څلور څلور امور ذکردی بیا صدق درسول او عظمت شان دهغه سره دذکر دتوحید نه بیانوی بیا لس قباحتونه د منافقانو زجراً او ذکر دعذروالو دی په (۱۷) کښی -
مراد دفتح نه په صحیح قول کښی صلح حدیبیه ده چه سبب د فتح د اسلام اوگرځیدله په دلیل د حدیث د براء بن عازب رضی اللّه عنه هغه وئیلی دی چه تاسو فتح دمکی فتح گنړئ هان هغه خو یو فتح ده او مونږ بیعت الرضوان فتح گنړو (فَتْحًا مُبِينًا) په دی کښی ډیرمعجزات ښکاره شول او سبب شو دغلبی د اسلام اوقتال په کښی هم اونه شو ددی وجی نه مبین صفت ئی ذکرکړو -