لِيَغْفِرَ لَكَ اللَّهُ مَا تَقَدَّمَ مِنْ ذَنْبِكَ وَمَا تَأَخَّرَ وَيُتِمَّ نِعْمَتَهُ عَلَيْكَ وَيَهْدِيَكَ صِرَاطًا مُسْتَقِيمًا
ددی دپاره چه بخنه اوکړی تاته اللّه تعالٰی دهغه چه مخکښی تیرشوی دی دخطائی ستانه اوهغه چه روستو شوی وی اوپوره کوی نعمت خپل په تاباندی او کلکه وی تالره په لار نیغه باندی -
دا ذکرد څلورو فائدو دی په فتح کښی دپاره د نبی ﷺ -
اوله فائده: (لِيَغْفِرَ لَكَ اللَّهُ) یعنی فتح سبب دی دپاره ددی څلورو فائدو او وجه د سببیت داده چه فتح مبین دوجی د جهاد او دقتال فی سبیل اللّه او دنورو تکالیفو تیرولو نه روستو راغله اودغه کارونه سبب د مغفرت د گناهونو دی - سوال: لفظ دمغفرت اوذنب دلالت کوی چه نبی ﷺ گناهونه کړی دی اوحال دادی چه هغه او ټول انبیاء علیهم السلام معصوم دی د گناهونونه؟ جواب په ډیرو وجوهو سره دی اوله وجه داده چه دا مستلزم د گناهونو کولو دپاره نه ده ددی وجی نه چه د ذنب مراد خلاف الافضل کارونه دی چه هغه گناه نه دی لیکن د انبیاء علیهم السلام دپاره سبب د خفگان وی اونغه خفگان اللّه تعالٰی لری کړی دی ته مغفرت وئیلی شوی دی - دوهمه وجه مغفرت په معنیٰ دعصمت دی لکه شربینی دا قول نقل کړی دی یعنی اللّه تعالٰی ته بچ ساتلی ئی دگناهونو کولو نه په تیرشوی وخت کښی اوهم په روستو وخت کښی (مَا تَقَدَّمَ مِنْ ذَنْبِكَ وَمَا تَأَخَّرَ) په دی کښی ډیر اقوال دی دمفسرینو قول دمجاهد دادی چه مخکښی دنبوت نه او روستو دنبوت نه - دوهم قول مخکښی دفتح نه او روستو دفتح نه - دریم قول مخکښی ددی وخت نه او روستو ددی نه -
دوهمه فائده: (وَيُتِمَّ نِعْمَتَهُ عَلَيْكَ) په دی کښی اشاره ده نزول دهغه احکاموته چه روستو دفتح نه نازل شوی دی او دارنگ اشاره ده چه روستو دفتح نه به ډیر متکبرین خلق په اسلام کښی داخل شی -
دریمه فائده: (وَيَهْدِيَكَ صِرَاطًا مُسْتَقِيمًا) هدایت په معنیٰ دتثبت سره دی یعنی فتح سبب شو دپاره د تثبیت په دین باندی -
څلورمه فائده: (وَيَنْصُرَكَ اللَّهُ نَصْرًا عَزِيزًا) مراد نصرنه غلبه ورکول دی په ټولو دشمنانوباندی نو اشاره شوه د مکی فتح کولو ته اورسره ددغی نه روستو چه کوم فتوح نبی ﷺ ته حاصل شول -