محمَّد ۳۸

هَا أَنْتُمْ هَؤُلَاءِ تُدْعَوْنَ لِتُنْفِقُوا فِي سَبِيلِ اللَّهِ فَمِنْكُمْ مَنْ يَبْخَلُ وَمَنْ يَبْخَلْ فَإِنَّمَا يَبْخَلُ عَنْ نَفْسِهِ وَاللَّهُ الْغَنِيُّ وَأَنْتُمُ الْفُقَرَاءُ وَإِنْ تَتَوَلَّوْا يَسْتَبْدِلْ قَوْمًا غَيْرَكُمْ ثُمَّ لَا يَكُونُوا أَمْثَالَكُمْ

خبرشئ تاسو ای خلقو رابللی کیدلی شئ دپاره ددی چه خرچه اوکړئ په لار د اللّه تعالٰی کښی نوبعضی ستاسو نه هغه دی چه بخل کوی اوچاچه بخل اوکړو نو یقیناً بخل کوی (چه راوځی) دنفس دهغه نه او اللّه تعالٰی بی حاجته دی او تاسو حاجتمند ئی او که چیری مخ واړوؤ تاسو نو بدله کښی به راولی نور خلق سیوا ستاسونه بیا به نه وی هغوی ستاسو په شان -

مخکښی آیت کښی بخل ذکرکړی شو په هغه وخت کښی چه ټول مال ترینه طلب کړی شی نواوس ترقی کوی په زجر کښی چه ټول مال خو پریږده که لږه حصه ترینه د انفاق فی سبیل اللّه دپاره طلب کړی شی نوهم دوی بخل کوی (وَإِنْ تَتَوَلَّوْا يَسْتَبْدِلْ قَوْمًا) مطلب دادی چه مخاطبین چه صحابه کرام دی هغوی مخ نه وؤ اړولی ددی وجی نه دهغوی په ژوند کښی ددین حفاظت اللّه تعالٰی په بل چاباندی دهغوی په بدله کښی نه دی کړی هان هرکله چه دسلف صالحینو د زمانی تیریدلو نه روستو رفته رفته عربو مخ واړه وؤ نو اللّه تعالٰی ددین کار عجمو ته اوسپارلو - یادا خطاب منافقانو دمدینی ته وؤ چه هغوی وخت په وخت د جهاد او انفاق نه مخ اړه وؤ نو اللّه تعالٰی هغوی رفته رفته هلاک کړل اوانصار دهغوی په ځای باندی ددین دحفاظت دپاره قائم کړل -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل