محمَّد ۳۷

إِنْ يَسْأَلْكُمُوهَا فَيُحْفِكُمْ تَبْخَلُوا وَيُخْرِجْ أَضْغَانَكُمْ

که چیری اوغواړی ستاسو نه مالونه او زور درباندی اوکړی نو بخل به اوکړئ او راښکاره به کړئ کینی ستاسو -

په دی کښی حکمت ذکرکوی چه اللّه تعالٰی ستاسونه ټول مال نه غواړی دپاره ددی چه شرمنده نشئ په ښکاره کیدلو دبخل او دکینی کولوسره ځکه چه اللّه تعالٰی مهربان دی اوپه خپلو بندگانو باندی پرده اچوی -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل