محمَّد ۳۶

إِنَّمَا الْحَيَاةُ الدُّنْيَا لَعِبٌ وَلَهْوٌ وَإِنْ تُؤْمِنُوا وَتَتَّقُوا يُؤْتِكُمْ أُجُورَكُمْ وَلَا يَسْأَلْكُمْ أَمْوَالَكُمْ

یقیناً ژوند دنیوی لوبی او مشغله ده اوکه تاسو ایمان راوړو اوتقویٰ مو اوکړه نو دربه کړی تاسوته ثوابونه ستاسو اونه غواړی اللّه تعالٰی ستاسونه مالونه ستاسو -

په دی آیت کښی تزهید فی الدنیا ذکرکوی ځکه چه محبت ددنیا سبب دوهن دی او دارنگ ترغیب ورکوی انفاق فی سبیل اللّه ته (إِنَّمَا الْحَيَاةُ الدُّنْيَا) هغه ژوند او هغه سامانونه چه ددین دپاره نه خرچ کیږی هغه دلته مراد دی (لَعِبٌ وَلَهْوٌ) دا دواړه په دی مفهوم کښی شریک دی چه په بی فائدی څیزباندی مشغوله کیدل دی لیکن په لعب کښی ځان خوشحالول مقصد وی اودا اکثر دوړو بچو کارونه وی اوپه لهو کښی صرف ځان مشغولول وی سرور او خوشحالی په کښی مقصد نه وی اوداد ځوانانو او مشرانو خلقو کار وی (وَإِنْ تُؤْمِنُوا وَتَتَّقُوا) اشاره ده چه هرکله چه دژوند دنیوی سره ایمان او تقویٰ جمع شی نوبیاپه هغسی سره ډیری فائدی حاصلیږی اوپه تقویٰ سره مراد په دی آیت کښی د بزدلئ او وهن او دنخل نه بچ کیدل دی په جهاد او انفاق کولوکولو سره (وَلَا يَسْأَلْكُمْ أَمْوَالَكُمْ) په دی کښی ډیر توجیهات دی اوله داده چه ستاسونه ټول مالونه نه غواړی بلکه بعضی حصه دمال لکه لسمه شلمه او څلویښتمه - دوهم دا چه ستاسو مالونه اللّه تعالٰی دځآن دپاره نه غواړی بلکه ستاسو انفاق ستاسود فائدی دپاره دی -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل