محمَّد ۳۵

فَلَا تَهِنُوا وَتَدْعُوا إِلَى السَّلْمِ وَأَنْتُمُ الْأَعْلَوْنَ وَاللَّهُ مَعَكُمْ وَلَنْ يَتِرَكُمْ أَعْمَالَكُمْ

نو کمزوری مه ښکاره کوئ او بلنه مه کوئ صلح کولوته (دوجی د سستئ نه) اوحال داچه تاسو اوچت ئی او اللّه تعالٰی ستاسو ملگری دی او هیچ چیری نه کمه وی ثواب د عملونو ستاسو -

هرکله چه د کافرانو خباثتونه ئی ذکر کړه نو اوس مؤمنانوته تشجیع ورکوی په جهاد کولو او منع کولو دوی لره دبی همته کیدلو نه (وَتَدْعُوا إِلَى السَّلْمِ) ددی آیت د سورة انفال (۶۱) آیت سره مخالف نیشته ځکه چه هغه ته ئی شرط لگولی دی چه کافران هرکله د صلح طلب کوی نوبیا صلح کول جائزدی اودلته مراد دادی چه تاسود اول سرنه طلب د صلح مه کوئ ددوی وجی نه چه په حدیبیه کښی صلح په طلب د کافرانوسره شوی وه (وَأَنْتُمُ الْأَعْلَوْنَ) اوچت والی په عزت او مرتبه کښی دی په نیز د اللّه تعالٰی یعنی ستاسو مرتبه په نیز د اللّه تعالٰی اوچته ده نوسپک کار مه کوئ یامراد اوچت والی دی په حجت او په دلیل کښی (وَاللَّهُ مَعَكُمْ) په معنیٰ د ملگرتیا او مدد کولو سره استعمالیږی اودا ښکاره معنیٰ ده تاویل نه دی نو معلومه شوه چه معیت د متشابهاتو نه دی لکه چه امام بخاری او نور سلفو هم دا معنیٰ ذکرکړی ده -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل