إِنَّ الَّذِينَ كَفَرُوا وَصَدُّوا عَنْ سَبِيلِ اللَّهِ وَشَاقُّوا الرَّسُولَ مِنْ بَعْدِ مَا تَبَيَّنَ لَهُمُ الْهُدَى لَنْ يَضُرُّوا اللَّهَ شَيْئًا وَسَيُحْبِطُ أَعْمَالَهُمْ
یقیناً هغه کسان چه کفرئی کړی دی او منع کوی خلقو لره د لار د اللّه تعالٰی نه اوخلاف کوی د رسول نه روستو ددی نه چه ښکاره شو دوی ته هدایت هیچری ضرر نشی ورکولی اللّه تعالٰی ته هیڅ قسم اوضرور بی فائدی به کړی عملونه ددوی -
په دی آیت کښی زجردی منافقانو او ټولو کافرانو ته اوددوی پنځه حالات ذکرکوی (وَشَاقُّوا الرَّسُولَ) یعنی مخالفت د رسول او دسنت درسول په ضد اوپه عناد سره کوی په داسی طریقی سره چه خپله لار دنبی د لاری نه په بل جانب اوگرځوی (وَسَيُحْبِطُ أَعْمَالَهُمْ) مراد ددی نه هغه کیدونه او مکرونه دی چه په دشمنئ د رسول اللّٰه ﷺ کښی دوی کوی -