يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا أَطِيعُوا اللَّهَ وَأَطِيعُوا الرَّسُولَ وَلَا تُبْطِلُوا أَعْمَالَكُمْ
ای ایمان والو اطاعت کوئ د اللّه تعالٰی او اطاعت کوئ درسول او مه بربادوئ عملونه خپل (په مخالفت ددی دواړو) -
هرکله چه د منافقانو احوال ئی ذکرکړل نو اوس مؤمنان منع کوی د صفاتو د منافقانو نه او ترغیب ورکوی اطاعت د اللّه تعالٰی او درسول هغه ته (وَلَا تُبْطِلُوا أَعْمَالَكُمْ) مراد ددی نه تحذیر دی دصفاتو دمنافقانو نه چه مخکښی بیان کړی شول چه هغه سبب دبطلان د عملونو دی - بیا دا جمله عامه ده هر ابطال ته شامله ده که په مخالفت د اللّه تعالٰی او درسول سره وی اوکه په مرتد کیدلو سره اوکه په شرک او کفر کولو سره وی -