وَلَنَبْلُوَنَّكُمْ حَتَّى نَعْلَمَ الْمُجَاهِدِينَ مِنْكُمْ وَالصَّابِرِينَ وَنَبْلُوَ أَخْبَارَكُمْ
او ضرور ازمیښت کوؤ مونږ په تاسو باندی تردی پوری چه جدا کړو مونږ جهاد کوؤنکی ستاسونه اوصبرکوؤنکی او ښکاره به کړو مونږ (حقیقت) دخبرونو ستاسو -
مخکښی آیت کښی معرفت د منافقانو دپاره یو علامت ذکرکړی وؤ په دی آیت کښی ددی معرفت او تمیز دپاره بله طریقه ذکرکوی چه هغه ابتلاء ده په مصبتونوسره یا په عبادتونو اوپه فرضیت دجهاد سره او ابتلاء د اللّه تعالٰی د حقیقت د ښکاره کولو دپاره وی ددی وجی نه حَتَّى نَعْلَمَ، راوړو مراد د علم نه علم د اظهار اود تمیز دی (وَنَبْلُوَ أَخْبَارَكُمْ) اخبار په معنیٰ د باطنی حالاتو دی چه اخلاص او نفاق وغیره دی یعنی جهاد او صبر ظاهری اعمال دی او اخلاص، نفاق باطنی اعمال دی داټول په ابتلاء اتو سره ښکاره کیږی -