محمَّد ۳۰

وَلَوْ نَشَاءُ لَأَرَيْنَاكَهُمْ فَلَعَرَفْتَهُمْ بِسِيمَاهُمْ وَلَتَعْرِفَنَّهُمْ فِي لَحْنِ الْقَوْلِ وَاللَّهُ يَعْلَمُ أَعْمَالَكُمْ

اوکه مونږ اوغواړو نو اوبه خایو تاته دوی نو اوبه پیژنی دوی لره په نخښو ددوی سره اوضرور خو اوس ته پیژنی دوی لره په چالاکو خبرو کښی او اللّه تعالٰی پوهه دی په عملونو ستاسو -

هرکله چه د منافقینو بعضی علامات او صفات ذکرشول اوټول ئی بیان نه کړل ددی وجه ذکرکوی په دی آیت کښی (لَأَرَيْنَاكَهُمْ) مراد ددی نه خودل دټولو علاماتو دی (وَلَتَعْرِفَنَّهُمْ فِي لَحْنِ الْقَوْلِ) دا ذکردی دیو علامت خاصه یعنی په وخت دلحن القول کښی به ئی ضرور پیژنی - سوال: دا جمله دلالت کوی چه نبی ﷺ ټول منافقان پیژندل او دآیت دسورة توبه (۱۰۱) نه صراحتاً معلومیږی چه هغه ټول نه پیژندل؟ جواب: ددی جواب ابن کثیر سورة توبه کښی لیکلی دی دهغی حاصل دادی چه دا دباب دتوسم نه دی (یعنی په نښه سره پیژندل) اوددی نه دا نه لازمیږی چه ټول منافقان په تعیین او په تفسیر سره پیژنی حاصل دجواب دادی چه په لحن القول سره پیژندلی شی لیکن هریو منافق په هروخت کښی لحن القول نه کوؤ ددی وجی نه په ټولو باندی علم حاصل نه شو - سوال: حدیث دمسند احمد کښی دی چه نبی ﷺ دجمعی په ورځ یویو منافق ته اواز ورکړو او دمسجد نه ئی اوشړلو او شپږدیرش کسانو نومونه ئی واخستل نو معلومه شوه چه ټول منافقان ئي اوپیژندل؟ جواب: ددی نه معلومه شوه چه نبی ﷺ بعضی منافقان پیژندلی وو ټول ئی نه وو پیژندلی ( وَاللَّهُ يَعْلَمُ أَعْمَالَكُمْ) یعنی ستاسو په ټولو عملونو ظاهری او باطنی باندی صرف اللّه تعالٰی علم لری دا دلیل دی چه پیغمبرهم په ټولو اعمالو دمخلوق باندی علم نه لری -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل