محمَّد ۲۹

أَمْ حَسِبَ الَّذِينَ فِي قُلُوبِهِمْ مَرَضٌ أَنْ لَنْ يُخْرِجَ اللَّهُ أَضْغَانَهُمْ

آیا گمان کوی هغه کسان چه په زړونو ددوی کښی مرض (کینه) دی چه را ښکاره به نه کړی اللّه تعالٰی کینی ددوی (دمؤمنانوسره) -

په دی کښی زجردی او ذکر دیو حالت دمنافقانو دی اوپه دی سره دمنافقانو گیله ختموی - دوی وائي‌ چه ځمونږ قبائح ښکاره نه دی په کار - نو اللّه تعالٰی اوفرمائیل چه دا گمان ددوی غلط‌ دی چه مونږ به ددوی قبائح نه ښکاره کوؤ -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل