محمَّد ۲۸

ذَلِكَ بِأَنَّهُمُ اتَّبَعُوا مَا أَسْخَطَ اللَّهَ وَكَرِهُوا رِضْوَانَهُ فَأَحْبَطَ أَعْمَالَهُمْ

دا په دی وجه چه یقیناً دوی تابعداری کړی ده دهغه کار چه خفه کړی دی اللّه تعالٰی اوبد گنړی دوی رضا د اللّه تعالٰی نوبی فائدی کړی دی عملونه ددوی -

په دی آیت کښي ددوی دری حالتونه ذکرکوی او هغه اسباب دی دتیرشوی عذاب یعنی وهل دمخونو په سبب د اتباع د ما اسخط سره دی او وهل دشاگانو په سبب دکراهت د رضا د اللّه تعالٰی دی (اتَّبَعُوا مَا أَسْخَطَ اللَّهَ) سبب د غضب د اللّه تعالٰی کفرکول دی او هغی سره خداع او فساد اوپه مؤمنانو پوری استهزاء یوځای کړی دی (وَكَرِهُوا رِضْوَانَهُ) سبب درضا د اللّه تعالٰی ایمان، توحید اخلاص او اتباع دقرآن او سنت ده هغه دوی بد گنړی -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل