فَكَيْفَ إِذَا تَوَفَّتْهُمُ الْمَلَائِكَةُ يَضْرِبُونَ وُجُوهَهُمْ وَأَدْبَارَهُمْ
نو څه رنگ حال به وی هغه وخت چه ساه آخلی ددوی نه ملائک دمرگ وهی به مخونه ددوی او شاگانی ددوی -
دا تخویف د حال د زنکدن دی - اوحرف د فا دلیل دی چه دعذاب به په سبب د مخکښی ذکرشوی صفاتو او اوحوالوسره وی - تخصیص د مخونو او شاگانو په دی وجی سره دی چه په وخت د اعلان قتال کښی ددوی په مخونوباندی آثار دخفگان ښکاره کیده اودغه مخ به ئی بچ کوو هسی نه چه په قتال کښی په هغی باندی گذار اولگی اوشابه ئی گرځوله په وخت دتختیدلو کښی -