ذَلِكَ بِأَنَّهُمْ قَالُوا لِلَّذِينَ كَرِهُوا مَا نَزَّلَ اللَّهُ سَنُطِيعُكُمْ فِي بَعْضِ الْأَمْرِ وَاللَّهُ يَعْلَمُ إِسْرَارَهُمْ
دا ددی وجی نه چه یقیناًدوی وائي هغه کسانو ته چه بد گنړی هغه چه نازل کړی دی اللّه تعالٰی مونږ به ستاسو خبره اومنو په بعضی کارونو کښی او اللّه تعالٰی پوهیږی ددوی په پټو خبرو کولوباندی -
په دی آیت کښی زجردی په منافقانوباندی او سبب دتسویل الشیطان ذکرکوی چه هغه د بی دینه خلقو سره په بی دینئ کښی تعاون کول دی یا د تعاون کولو وعده کول دی (بَعْضِ الْأَمْرِ) مراد ترینه مخالفت د نبی ﷺ او خلقو لره دهغه دطاعت نه منع کول اودجهاد نه منع کول دی اظهاردشرک ترینه مراد نه دی -