إِنَّ الَّذِينَ ارْتَدُّوا عَلَى أَدْبَارِهِمْ مِنْ بَعْدِ مَا تَبَيَّنَ لَهُمُ الْهُدَى الشَّيْطَانُ سَوَّلَ لَهُمْ وَأَمْلَى لَهُمْ
یقیناً هغه کسان چه واوړیدل (د ایمان نه) په شاگانو خپلو باندی روستو ددی نه چه ښه ښکاره شو دوی ته هدایت شیطان ډولی کړی دی دوی ته (عملونه ددوی) او مهلت ورکړی دی دوی ته -
دا هم زجردی منافقانوته او ارتداد دهغوی دادی چه دقرآن نه فرضیت د قتال ورته معلوم شو او بیائي هم اعراض اوکړو او سبب د ارتداد ئی ذکرکړو په دی آیت کښی دمنافقانو دری حالات ذکرشول (سَوَّلَ) کښی اشاره ده اعمالو دشرک او بدعاتو ته چه هغوی ته دوی گناهونه نه وائی ددی وجی نه توبه نه اوباسی او (أَمْلَى) کښی اشاره ده انهماک ددوی په خواهشاتو او شهواتو نفسیاتو کښی چه توبی کولو نه غافل دی -