فَاعْلَمْ أَنَّهُ لَا إِلَهَ إِلَّا اللَّهُ وَاسْتَغْفِرْ لِذَنْبِكَ وَلِلْمُؤْمِنِينَ وَالْمُؤْمِنَاتِ وَاللَّهُ يَعْلَمُ مُتَقَلَّبَكُمْ وَمَثْوَاكُمْ
پس پوهه شه چه یقیناً نیشته حق دار دبندگئ سیوا د اللّه تعالٰی نه او بخنه غواړه دپاره دبوج خپل او دپاره دمؤمنانو سړو اود زنانو مؤمنو دپاره، او اللّه تعالٰی پیژنی ستاسو د گرځیدلو او د دیره کیدلو ځایونه -
په دی کی دعویٰ دتوحید ده چه هغه مقصد دقتال دی ربط دمخکښی سره دادی چه دقیامت نزدی کیدل ئی ذکرکړل نو اوس دقیامت دعذاب نه دبچ کیدلو دپاره طریقه کار ذکرکوی (فَاعْلَمْ) نبی ﷺ ته خطاب دی اومراد ترینه امت دی یامراد ددی نه په دی علم باندی کلک پاتی کیدل دی - او علم ددی شامل دی علم ته په الفاظو دهغی باندی اوپه معنیٰ د هغی باندی اوپه هغی باندی عقیده ساتل او په مقتضیاتو دهغی باندی هم پوهه او عمل کول او دا دلیل دی چه علم دتوحید اول فرض دی او دارنگ دا دلیل دی چه علم د قول او عمل نه مخکښی دی (وَاسْتَغْفِرْ لِذَنْبِكَ) استغفار قول دژبی دی او عمل هم دی اشاره ده چه دعلم سره استغفار په کثرت سره ضروری دی (لِذَنْبِكَ) مراد د ذنب نه گناه نه دی بلکه بوج دزړه او خفگان دی په سبب دشرک دمشرکانو او مخالفت د مخالفینو یعنی استغفراللّه وایه دپاره دزائله کولو دخفگان دزړه نه او دلیل په دی باندی حدیث دی - انه لیغان علی قلبی فاستغفراللّه سبعین مرةً اومأتة مرة، (یقیناً ځما په زړه باندی بوج او خفگان راځی نو زه اویا یا سل کرته استغفار وایم) یا مراد د ذنب نه افضل کار کله کله پریخودل دی اگرچه هغه گناه نه دی لیکن دمقربینو دشان سره مناسب نه دی دریم جواب قرطبی ذکرکړی دی چه استغفار غواړه د پاره دبچ کیدلو د گناه کولو نه (وَاللَّهُ يَعْلَمُ مُتَقَلَّبَكُمْ وَمَثْوَاكُمْ) دا دواړه الفاظ ډیرو معانو ته شامل دی (۱) گرځیدل دورځی او ځای دآرام کولو دشپی (۲) عملونه ستاسو په دنیا کښی اومرجع په قبراوپه قیامت کښی (۳) گرځیدل په سفرکښی او اقامت کول په یوځای کښی یعنی ستاسوپه ټولو حالاتو باندی اللّه تعالٰی عالم دی -