محمَّد ۱۸

فَهَلْ يَنْظُرُونَ إِلَّا السَّاعَةَ أَنْ تَأْتِيَهُمْ بَغْتَةً فَقَدْ جَاءَ أَشْرَاطُهَا فَأَنَّى لَهُمْ إِذَا جَاءَتْهُمْ ذِكْرَاهُمْ

نوانتظار نه کوی دا منکرین مگر دقیامت چه رابه شی دوی ته ناڅاپه نویقیناً راغلی دی نخښی دهغی نو دکوم ځای نه به دوی لره کله چه قیامت راشی نصیحت اخستل ددوی -

په دی کښی تخویف اخروی دی او ذکر دیو حال دکافرانودی (بَغْتَةً) هغه حال دی چه تاریخ معین ئی معلوم نه وی نو انسان ورته تیاری نه وی کړی - او ناساپه راشی اگرچه نښی ئی معلومی وی (فَقَدْ جَاءَ أَشْرَاطُهَا) شرط نښی د زخم ته وئیل کیږی کله چه جوړ شی دلته مراد دهغی نه دقیامت واړه علامات دی چه اول په هغی کښی نبی ﷺ بعثت دی لکه چه صحیح حدیث کښی وارد دی - (بُعِثْتُ أَنَا وَالسَّاعَة كَهَاتَيْن) -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل