محمَّد ۲۰

وَيَقُولُ الَّذِينَ آمَنُوا لَوْلَا نُزِّلَتْ سُورَةٌ فَإِذَا أُنْزِلَتْ سُورَةٌ مُحْكَمَةٌ وَذُكِرَ فِيهَا الْقِتَالُ رَأَيْتَ الَّذِينَ فِي قُلُوبِهِمْ مَرَضٌ يَنْظُرُونَ إِلَيْكَ نَظَرَ الْمَغْشِيِّ عَلَيْهِ مِنَ الْمَوْتِ فَأَوْلَى لَهُمْ

اووائی هغه خلق چه دعوی د ایمان کوی ولی نشی نازلیدلی یو سورت نوکوم وخت چه نازل کړی شی سورت پوخ مضمون والا او ذکرکړی شی په هغی کښی حکم دقتال وینی ته هغه کسان چه په زړونو دهغوی کښی مرض دی گوری تاته په شان دنظرکولو دهغه چاچه بیهوشی ورباندی راغلی وی د مرگ دوجی نه نو تباهی ده دوی لره -

ددی نه دوهم باب دی ترآخرد سورة پوری په دی کښی زواجردمنافقینو دی په ذکر داتلس قبائحو دهغوی سره اوترغیب دی قتال ته په (۳۵،۳۳) کښی او ترغیب دی انفاق ته سره دتزهید فی الدنیا نه - په دی (۲۰) کښی زجردی منافقینو ته په ذکر دحالاتو دهغوی سره (الَّذِينَ آمَنُوا) دا قول دمخلصانو مؤمنانو دی دپاره دشوق دجهاد او حرص په وحی آوریدلو باندی دا طلب کوی یامراد ددوی نه منافقان دی چه طلب دنزول دسورت په طریقه د منافقت سره کوی لکه سورة نساء (۷۷) کښی ذکر دی -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل