محمَّد ۱

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ
الَّذِينَ كَفَرُوا وَصَدُّوا عَنْ سَبِيلِ اللَّهِ أَضَلَّ أَعْمَالَهُمْ

هغه کسان چه کفر ئی کړی دی او اړوی خلقو لره د لاری د اللّه تعالٰی نه بی کاره کړی دی عملونه ددوی -

سورة محمَّد

اوبل نوم ئی سورة القتال دی -
دا سورة او سورة فتح او حجرات دا څلورم باب دی دآخری حصی نه په دی کښی مسئله دقتال او انتظام ذکرکوی -
ربط: ددی سورة ماقبل سره په ډیرو وجوهو سره دی اوله وجه داده چه ماقبل کښی ذکر ددعوت او تبلیغ وؤ نوپه دی سورة کښی امردی په قتال فی سبیل اللّه سره - دوهمه وجه داده چه دهغه سورة‌ په اخرکښی اهلاک دفاسقینو ذکرشوی نوددی سورة په اول کښی ذکردعلت دهغی دی -

دعویٰ ددی سورة:

امرپه قتال فی سبیل اللّه سره په (۴) کښی په ذکر د اتلس احوالو دکافرانو اوهغه علتونه دقتال دی او اتلس صفات دمؤمنانو دپاره دتیزئ ورکولو په قتال باندی اواتلس قبائح دمنافقینو چه هغه اوصاف مانعه دقتال دی - او دعویٰ د توحید چه مقصد د قتال دی ذکرده په آیت (۱۹) کښی -

خلاصه د سورة:

داسورة تقسیم دی دوه بابونوته اول باب تر (۱۹) پوری دی په دی کښی تفصیلاً ذکرکوی احوال دمشرکینو اتلس اوصفات د مؤمنانو اتلس په طریقه دتقابل دفریقینو سره - اوبیا تخویف په ذکر دقرب دقیامت سره په (۱۸) کښی اودعویٰ دتوحید په (۱۹) کښی -

تفسیر

په دی آیت کښی دری حالات د کافرانو نه ئی ذکرکړی دی دپاره دزجر اوهرهغه څوک چه دا اوصاف په کښی وی نودا آیت هغوی ته شامل دی (أَضَلَّ أَعْمَالَهُمْ) مراد ددی نه هغه عملونه دخیردی چه ورسره کفر اوشرک کوی لکه عبادات، ښائسته اخلاق، قیدیان خلاصول، صدقات کول، خپلولی پالل، میلمستیاورکول، گاونډیانو سره احسان کول داټول برباد دی -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل