الأحقاف ۳۵

فَاصْبِرْ كَمَا صَبَرَ أُولُو الْعَزْمِ مِنَ الرُّسُلِ وَلَا تَسْتَعْجِلْ لَهُمْ كَأَنَّهُمْ يَوْمَ يَرَوْنَ مَا يُوعَدُونَ لَمْ يَلْبَثُوا إِلَّا سَاعَةً مِنْ نَهَارٍ بَلَاغٌ فَهَلْ يُهْلَكُ إِلَّا الْقَوْمُ الْفَاسِقُونَ

نوصبر اوکړه لکه چه صبرکړی وؤ پوخ کار کوؤنکو رسولانو اوپه تادئ سره دوی لره عذاب مه غواړه یقیناً‌ دوی په کومه ورځ چه اوینی هغه چه دوی سره وعده کیدی شی (گمان به اوکړی) چه نه وؤ حصارشوی دوی مگریوساعت دورځی نه دا رَسَوَل دی پس نه به شی هلاکولی په عذاب سره مگرقوم نافرمان کوؤنکی -

هرکله چه ذکرکړی شوی انکار دمنکرینو د توحید او درسالت اوقرآن او قیامت نه نو اوس تسلی ورکوی پیغمبر ﷺ ته په امرسره په صبرکولو او په عدم استعجال دعذاب سره (أُولُو الْعَزْمِ مِنَ الرُّسُلِ) العزم نه مراد پوخ پاتی کیدل دی په دین باندی سره دهر قسم مصیبتونو نه بغیر د شکایت نه مخلوق ته یامراد ددی نه پنځه رسولان دی چه په سورة شوریٰ (۱۳) او احزاب (۷) کښی ذکر دی (مَا يُوعَدُونَ) عام دی که ددنیا عذاب وی اوکه د آخرت وی (فَهَلْ يُهْلَكُ إِلَّا الْقَوْمُ الْفَاسِقُونَ) داهم داخل دی په تسلئ دپیغمبرکښی یعنی روستو دتبلیغ نه عذاب به خاص راځی په نافرمانوباندی هان که تبلیغ اونه شی نوعذاب به عام راځی -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل